ایکنانیوز د الجمهور له قوله راپو ر راکړ، مصنوعي هوش یا ذهانت متا(Meta AI)د ټيکنالوجي، په دنیا کې له ښو آوزارونو څخه ده ، خو د قرآن له سورو سره اړونده بحثونو په باب له سترو تیروتنو سره مخ شوې ده او او د فیس بوک ټولنیز چینل یو شمیر کارؤنکو د فلق سورې په باب له مصنوعي هوش سره د خبرواترو ځيني انځورونه (شارټ سکرین) خپرۀ کړي دي چې په هغو کې مصنوعی ذهانت(اې آئي) په هغو کلمو سره چې له قرآنه نه دي ، ځواب ورکوي او هغه چې ورته ولیکل شي ، چې ستاسو دغه تیروتنه ده ، نو بیا سمه سوره په ځواب کې ذکر کوي.
د دین یو شمیر عالمانو، مبلغانو او فقیهانو د قرآن کریم د آیتونو تحریفاتو ته په پام سره په واټس اپ کې د مصنوعي هوش په څير د پروګرامونو ا، په تیره بیا د انټرنیټي پروګرامونو د پراختیا په باب خبرداری ورکړ.
مسلمانو عالمانو همداراز د ځينو کسانو له خوا د قرآن د نسخو په سموالي او د هغو له خپریدا مخکې د ډاډمنیدا په ضرورت باندې په ټينګار سره د تحریف شوو قرآنونو څخه د مسئولو ډلو او کسانو خبرولو غوښتنه وکړه ،څو ټولنې د فرقه پالو فتنو په لومو کې ښکیل نشي.
عالمانو له دیندارو کسانو څخه غوښتي دي، د مصنوعي هوش په څير نه پيژندل شوي پلیټ فارمونه او پروګرامونه دې نه کاروي او پوهه دې شي چې د قرآڼ د حفظ او دهغو نص داسې مسئولیت دی چې ټول مسلمان ښځې او سړي باید ورته توجه وکړي.
مسلمانو عالمانو په وام کې د قطر له محصفونو څخه پر استفادې چې ددغه هیواد داوقافو او اسلامی چارو وزارت خپرۀ کړي دي ، ټينګار وکړ او وئيلي دي، چې دغه قرآنونه په علمي ارزونې اودقیقې مطالعې سره خپره شوي دي او هر مسلمان په ټولو دیني چارو کې ورڅخه استناد کولی شي.
د مټا مصنوعي هوش کارؤنې او کارندوالی ډير پراخ او ډول ډول دي او د ویب سایټونو او ټولنیزو چینلونو پشمول په مختلفو برخو کې ورڅخه په اغیزشیندونکي توګه استفاده کولی او کارولی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4255690